دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۰۶
د مطلب کود : 135823
کابل مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه اندېښنې پاروونکې بللې
افغان حکومت د هغې غونډې په اړه اندیښنه ښودلې، چې د پاکستان، روسیې او چین په ګډون یې سبا (سې شنبې) په مسکو کې جوړېږي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : سبا په مسکو کې د افغانستان روان حالت ارزول کېږي، پاکستان ، روسیه او چین جرګه کېږي، خو افغان چارواکي به په کې نه وي، چې دې کار په حکومتي، پارلماني او ولسي کړیو کې یوشمېر غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي دا چې همغږي ورسره نه ده شوې، نو د غونډې په هدف کې ورته ابهام ښکاري.

کابل د افغان سولې د څلور اړخیزې ناستې کوربه توب کوي

د غونډې بنسټیزه اجنډا افغانستان دی، خوافغان چارواکي نه دي وربلل شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې غونډې پر اړه ورسره همغږي نه ده شوې.

د بهرنیو چارو له وزارت ترڅنګ د افغانستان د پارلمان یوشمېر استازو هم دا غونډه د ډیپلوماتیکو دودونو خلاف بللې ده.

د وزارت ویاند شکیب مستغني وویل د غونډې برخوال باید ددغه ګام په اړه افغانستان ته معلومات ورکړي:

"که د افغانستان حالت د افغانانو په غیاب کې په نېک نیت هم ترسره شي، له یوه اړخه نه شي کولای د حالت له ریښتوني ارزونې سره مرسته وکړي او له بله پلوه ددغه راز غونډو د هدف په اړه له افغانانو سره جدي پوښتنې پیدا کوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناستې د هدف ابهام او په دې برخه کې له افغانستان سره نه همغږي اندېښنه پاروونکي بولي او له اړوندو خواوو توضیحات غواړي."

د بهرنیو چارو له وزارت ترڅنګ د افغانستان د پارلمان یوشمېر استازو هم دا غونډه د ډیپلوماتیکو دودونو خلاف بللې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړې امنې افضلي وویل چې ددې راز غونډې جوړېدل د افغانستان د حاکمیت خلاف کار دی:

"روسیه ، چین او پاکستان چې کومه ناسته لري، دا د ډیپلوماتیکو دودونو خلاف ده، د ټولو نړیوالو اصولو خلاف ده، دا زموږ پر باور د افغانستان پر حریم او خلکو تېری دی دوی د افغانستان د خلکو له ګډون پرته کیني او زموږ د برخیلک پر اړه فکر کوي، دا چې هلته د افغان دولت استازی نشته، نو زموږ له خوا هېڅ راز مشروعیت نه لري."

ډیپلوماتیک اصول

همدا راز د مشرانو جرګې بل غړي حسیب الله کلیمزي وویل د افغانستان دغه ګاونډیان له افغانستان سره دیپلو ماتیکې اړیکي لري،نو باید دغو اړیکو ته درناوي وکړي او د سولې خبرې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کړي: "دغه هېوادونه چې د افغانستان ګاونډیان دي او افغان دولت ورسره ډیپلوماتیک اړیکي لري، باید ډیپلوماتیکو اصولو او دودونو ته درناوی وکړي او له هېڅ حکومت ضدې وسلوالې ډلې سره ناستې ونه کړي او کله چې د سولې او جوړجاړې خبره کېږي باید د افغان حکومت په مدیریت او څار ترسره شي. "

د مسکو د غونډې برخوالو د خپلې غونډې موخه د افغانستان او سیمې امن کول په ډاګه کړي او دا یې یو عادي کار بللی دی.

دا غونډه داسې وخت جویږي چې په افغانستان کې د روسیې او ایران سفیرانو څو اونۍ وړاندې ویلي وو چې د خپلو وګړو د خوندیتابه او له افغان حکومت سره د روغې جوړې په نیت یې له وسلوالو طالبانو سره تماسونه نیولي دي.

پاکستاني چارواکو ددې ناستې په درشل کې ویلي چې د افغانستان ثبات او امن کېدل، د پاکستان او سیمه ییزو هېوادونو په ګټه دي.

دا غونډه داسې وخت جویږي چې په افغانستان کې د روسیې او ایران سفیرانو څو اونۍ وړاندې ویلي وو چې د خپلو وګړو د خوندیتابه او له افغان حکومت سره د روغې جوړې په نیت یې له وسلوالو طالبانو سره تماسونه نیولي دي.

خو امریکا او افغان حکومت پر دې تماسونو سخته اندېښنه په ډاګه کړې ده.
https://avapress.com/vdchimnzx23nx6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته