دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۰
د مطلب کود : 136041
ځواب ویلو ته د دوستم د حاضرېدو لپاره له غني څخه د ایشچي غوښتنه
افغانستان د ملي جنبش پخواني مرستیال احمد ایشچي له ولسمشر څخه غواړي چې پر جنرال عبدالرشید دوستم فشار راولي ترڅو لویې څارنوالۍ ته حاضر شي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی:نوموړی زیاتوي چې تر دې دمه د لویې څارنوالۍ له څېړنو خوښ دی.او ټینګار کوي چې د عدلي او قضايي ارګانونو له څېړلو څخه پرته دا موضوع بله لار نه‎لري. دور ورځې کېږي چې جنرال عبدالرشید دوستم کابل ته راغلی دی،خو تراوسه د احمد ایشچي له خوا د لګېدو تورونو د سپناوي لپاره د لویې څارنوالۍ ور بللو ته ځواب نه دی وکړی. احمد ایشچي وویل:«اوس چې د ولسمشر مرستیال کابل ته راغلی،له ولسمشر څخه غواړم چې پرهغه فشار راوړي ترڅو لویې څارنوالۍ ته حاضر شي او د هغه جنایت په اړه چې ترسره کړې یې ده ځواب ووايي.» لویه څارنوالي د دغې دوسیې د څېړنې په بهیر کې د پرمختګ په اړه څه نه وايي، خو ډاډ ورکوي چې د ولسمشر په لومړي مرستیال لګول شوي تورونه به په بې پرې توګه وڅېړل شي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه پلاوی چې د لویې څارنوالۍ له خوا ګمارل شوی پېښه په بې پرې او هر اړخیزه توګه څېړي؛موږ د څېړونو له پای څخه وروسته خلک د پرمختګونو څخه خبروو.» طلوع نیوز ته ځینو سرچینو ویلي چې د ولسمشر لومړي مرستیال نن له غرمې وروسته د دغې مسلې په اړه مشورې پیل کړي دي، خو د ملي جنش ګوند ویاند په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه. د حقوق پوهانو د ټولنې منشي عین‎الدین بهادري وايي:«که‎چېرې حکومت د یو چا د دریځ او مقام په نظر کې نه نیولو سره،قانون په ټولو په یو شان پلی نه کړي،په حقیقت کې د قانون ټبر غونډې کېږي.» تر دې وړاندې احمد ایشچي ویلي وو ، که چېرې دا دوسیه په سمه توګه ونه څېړل شي، له نړیوالې محکمې څخه لاهه غواړي چې دغه دوسیه وڅېړي. ویل کېږي چې اوسمهال د حکومت لخوا د دغې دوسیې څېړل لویې څارنوالۍ او قضايي بنسټونو ته ستره آزموینه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcayin6649new1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته