د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
ویل کېږي دغو کسانو له وسله والو مخالفینو سره لاس یو کړی دی. یو شمېر شپانه چې په سیمه کې خپلې رمې پیايي د سرور زرو د کان د سپړل کېدو په هکله اریانانیوز ته د خپلو سترګو لیدلی حال وايي.
د افغانستان د شفافیت بنسټ هم دغه راپورونه تايیدوي او د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې د کانونو ناقانونه سپړل د جګړې له تودېدو سره مرسته کوي.
دغه شپانه له کلونو راهیسې د کندوز د آبادان له دښتې د هندوکش او پامیر لوړو څوکو ته رمې بیايي. دوی داسې کیسې کوي چې لاهم د خبریالانو او افغان ځواکونو له سترګو پټ بلل کېدای شي.
دوی چې غواړي هویت یې پټ وساتل شي، وايي چې هر کال د خپلې رمې لسم پسه وسله والو طالبانو ته ورکوي. دوی زیاتوي وسله وال طالبان د هغو کسانو ملاتړ کوي چې په ناقانونه توګه د سرو زرو او نور کانونه سپړي او په بدل کې یې کان کیندونکي وسله والو طالبانو ته پیسې ورکوي.
په بدخشان کې يو شپون وايي: “په راغستان کې د ۶سوه په شاوخوا کې کسان دي چې په کانونو کې کار کوي، هلته يې د کانونو د ويستلو له پاره سکواټورونه راوړي دي. دوی رېګونه مينځي او سره زر ترې وباسي.”
د افغانستان د شفافیت بنسټ هم د هېواد د طبيعي زېرمو د ناقانونه سپړل کېدو په هکله اندېښنه ښيي.
د افغانستان د شفافیت بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وايي: “د بدخشان د کانونو له چور او چپاول څخه پرلپسې راپورونه شته دي، ان دا چې د تېر حکومت لوړ رتبه چارواکي هم په دې چور او چپاول کې لاس لري.”
د کانونو او پټرولیم وزارت مسولین وايي چې دغه راپور نه تاييد او نه هم ردوی شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پروګرامونو ريیس ذبیحالله سروري وايي: “موږ ته زموږ د سيمه ييزو همکارانو له لوري د سيمه ييزو سرچينو په اړه کوم راپور نه دی راکړل شوی.”
د افغانستان امنیتي بنسټونه وايي چې روانه جګړه د کانونو د ناقانونه سپړنې له اړخه تمویلېږي. د کورنیو چارو وزارت مسولین مني چې وسله والو طالبانو په یو شمېر سیمو کې په کانونو ولکه ټينګه کړې او په ناقانونه توګه کانونه سپړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:”داسې سيمې هم شته دي چې ضرر ورته رسېږي، موږ ته داسې راپورونه هم رسېدلي او هڅه کېږي چې په بدخشان کې يې مخه نيول کېږي.”
په افغانستان کې د ترسره شوو څېړنو له مخې په دغه هېواد کې څوارلس سوه کانونه او طبيعي زېرمې شته چې حکومت یوازې د څلور سوو کانونو تړونونه له شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.