د افغانستان په شمال لویدیځ غور ولایت کې دوه شکمن کسان د اسلامي دولت نومې یا داعش وسله والو ته خلکو جذبولو په تور نیول شوي.
د صدای افغان خبری آژانس، سیمه ییز امنیتي چارواکي، دغه کسان د غور خلکو ته يې د داعش په ګټه تبلیغ کاوه.
د غور امنیه قوماندان غلام مصطفی محسیني په وینا، نیول شوي کسان د نیمروز او هرات اوسیدونکې دي او داعش ډلې ته د خلکو جذبولو او وسلهوال فعالیت ته د هڅولو په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې نیول شوو کسانو غوښتل له فیروز کوه څخه بالامرغاب ولسوالۍ ته لاړ شي خو د امنیتي کشفي ادارو منسوبین له خوا ونیول شول.
غور د افغانستان په شمال لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)