دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 185888
غور کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۰ تنه وژل شوي
په غور ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ تېره شپه نښته شوې چې په ترڅ کې امنیتي ځواکونو په شمول شاوخوا ۲۰ تنه ولسي وګړي او پاڅون کوونکي وژل شوي او همدارنګه ۱۶ تنه ولسي وګړي او پاڅون کوونکي ټپیان دي.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي پیښه مني او وایي چې تراوسه د تلفاتو په اړه کره مالومات نشته، خو د غور د ولایتي شورا غړی بصیر قادري وایي چې، په نښته کې ۱۶ ولسي وګړي، ۱۶ ولسي پاڅون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي.
بلخوا سرپل ولایت کې تیره شپه شاوخوا یوولس بجې یو ځل بیا طالبانو له دوو لورو څخه د سرپل مرکز او دغه راز د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند سیمو یرغلیز بریدونه کړي.
د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني په خبره د نښتې په ترڅ کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه یې ټپیان دي.
د نوموړي له قوله، په یادو نښتو کې یو سیمه ییز پولیس ته هم ژوند له لاسه ورکړی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjk0fjyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته