دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 141990
د غور په ولایت کی د داعش ډلی یو قزاقستانی کورنۍ څلور غړۍ نیول سوی دی
د یو قزاقستانی کورنۍ څلور غړۍ چی د داعش ډلی سره د یوځای کیدو په مقصد، غور ته راغلی وو، نیول سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، امنیتی مقامات ددی خبر په قبلولو سره وایی، دا کورنۍ د پرون غرمی په شاوخوا هغه وخت چی غوښتله مرغاب سیمی ته ولاړ سی د امنیتی ځواکونو له خوا نیول سوی دی.
غلام مصطفی محسنی د غور پولیسو قومانده وایی: نیول سوی کسان یو نارینه او دوه ښځی او یو کوچنۍ دی.
ښاغلی محسنی زیاتوی چی ددی کورنۍ غړۍ په خپلو تحقیقاتو کی اعتراف کړی چی هغوی د قزاقستان هیواد څخه دی او غوښتله چی ددی ولایت د مرکز څخه مرغاب سیمی ته داخل سی چی د داعشیانو پایګاه پکښی سته!
https://avapress.com/vdcjhvevyuqexhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته