په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، له ترورېزم سره جګړه د نړۍ تر ټولو مهمه جګړه ده چې ګټل يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټول بشریت لپاره مهم دي.
جنرال جان نیکلسن دا څرګندونې پرون په ارګ کې د ماتې نه منونکې لوبو د مشال د بلولو په مراسمو کې وکړې.
جنرال نیکلسن وویل، په دې جګړه کې د ناکامي د بیې اندازه له تصور پورته ده او موږ باید دا جنګ وګټو.
دغه لوړ رتبه امریکايي جنرال یو ځل بیا له افغان امنیتي ځواکونو سره د متحده ایالاتو د کلک ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او د افغان ځواکونو د ستایلو په لړ کې يې دا ځواک نه ماتېدونکی وباله.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینهپال د ښاغلي نیکلسن د څرګندونو په اړه ازادي رادیو ته وویل: "د افغانستان حکومت له ترورېزم سره پر بریالې مبارزې باور لري. له ترورېزم سره بریالې مبارزه موږ دایمي ثبات ته رسوي. نړیوال شریکان هم په دې برخه کې راسره همغږي دي. د نیکلسن خبرې دا معنی لري چې له ترورېزم سره کامیابه مبارزه یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره مهمه ده. "
ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه به له ترورېزم سره په روانه جګړه کې ګټونکي وي.
هغه زیاته کړه چې تروريستان کولی شي موږ ژوبل کړي خو ماتولی مو نهشي.
د ښاغلي غني په خبره افغانستان به د ترورېزم په هدیره بدلېږي.