دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 149054
ملي امنیت: طالبانو سره د تماسونو په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم دي

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست د طالبانو له چارواکو سره د دغه ریاست د مشر محمد معصوم ستانکزي د تماسونواو ټیلیفوني خبرو په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي او ویلي دي چې اصلآ له وسله والو طالبانو سره دغسې کوم تماسونه نه دي نیول شوي.

د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې طالبانو له مشرانو سره د محمد معصوم ستانکزي د ورځنیو تماسونو او سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو لپاره د دغې ډلې له مشرانو سره د ټیلیفوني خبرو او تماسونو په هکله چې په رسنیو کې رپوټونه خپاره شوي سم نه دي او دا اداره د دغسې اړیکو شتون او خبرې په کلکه ردوي.

تیره ورځ د "اې پي" خبري اژانس په یو خپور شوي رپوټ کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت د چارواکو تر منځ د خبرو په هکله یې یو سند تر لاسه کړی چې په کې ویل شوي "طالبان ظاهراً"دې ته چمتو شوي چې د افغانستان اساسي قانون ومني.

"اې پي" خبري اژانس دا هم ویلي چې له طالبانو سره په دې خبرو کې د افغانستان پر اساسي قانون او د ښځو د تعلیم په هکله چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې پرې بندیز لګیدلی وو هم خبرې شوي دي.

همداشان "اې پي" اژانس په دغه رپوټ کې د ښاغلي ستانکزي او طالب چارواکو ترمنځ د موقتي حکومت د جوړېدو او ټاکنو ترسره کېدو په باب د خبرو جزئیات هم خپاره کړي او ادعا یې کړې چې طالبانو د موقتي حکومت جوړېدو او بیا ټاکنو کې ګډون ته غاړه ایښې ده.

د طالبانو ډلې د دغې ډلې د جوړیدو راهیسې تر اوسه په څرګنده په ټاکنو کې خپل برخه اخیستل نه دي تائید کړي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه وحید مژده وايي چې طالبان لا هم په ټاکنو کې ګډون ته چمتو نه دي.

وحید مژده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تر هغې چې دا اعلان و نه شي او دا معلومه نه شي، چې خبرې په کومه کچه او له د کوم طالب چارواکي سره شوي د طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو په باب په خپرو شوو رپوټونو باور نه شي کیدلی.

هفه وايي چې د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته دې دا نه ګڼي چې ګوندې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

د سیاسي چارو دا کارپوه وایي چې د دې د معلوماتو له مخې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هیڅ خبرې نه دي شوي.

همداشان طالبانو لا د "اې پي" خبري اژانس د رپوټ په هکله تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciw3az5t1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته