دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 208973
ملي امنیت شورا: طالبانو په دوو میاشتو کې ۳۳۷ ولسي افغانان وژلي
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته دغې ډلې د فبروري له ۲۹ څخه د اپریل تر ۱۹مې پورې سلګونه ولسي افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.
د ملي امنیت شورا د طالبانو له خوا ولسي وګړو ته د مرګ‌‌ژوبلې اړولو او د هغوی یرغمل نیولو ته په اشارې ویلي چې دغه ډله د سولې د راوستلو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د فبروري په ۲۹مه په قطر کې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیکېدو وروسته "۳۳۷ ولسي وګړي وژل شوي، ۴۵۲ نور ټپیان شوي او طالبانو ۱۶۴ ولسي افغانان یرغمل کړي دي".
 
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څخه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې امریکا او متحدین یې د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي و.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم روانه اونۍ په خپل راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون ۵۳۳ تنه ولسي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.
یوناما د ولسي افغانانو د مرګ‌ژوبلې ۵۵ فیصده مسولیت د افغانستان د دولت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې دغو وسله‌ولو ډلو په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۸۲ غیرنظامیان وژلي او ۴۲۸ یې ټپیان کړي دي.
په دې راپور کې طالبان د ۳۹ فیصده ولسي مرګ‌ژوبلې مسول بلل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcefv8wxjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته