دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 218111
د ملي امنیت شورا: د بنديانو خلاصون بهير پای ته ورسېد
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د بنديانو د خلاصون بهير پای ته رسېدلی او بايد سمدستي مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شي.
د ملي امنيت شورا دفتر پر خپل ټوېټر ليکلي، د افغان حکومت اړوند کومانډويان او د طالبانو پاتې بنديان خوشي شول او يوازې هغه زندانیان پاتې دي چې نړيوال يې په تړاو اندېښنې لري.
د امنيت شورا دفتر ويلي، د دغو بنديانو د خلاصون لپاره هم ديپلوماتيکې هلې ځلې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي هم پر خپل ټوېټر ولیکل، بين الافغاني خبرې ډېر ژر پيلېږي.
له بل لوري ټاکل شوې وه، نن د افغانستان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي خو يو شمېر سرچينو ويلي چې د نامعلومو دلايلو له کبله دغه سفر سبا ته ځنډېدلی دی.
د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د سولې خبرو پر وړاندې اصلي او مهم خنډ بلل کېده خو اوس چې دغه پروسه پای ته ورسېده د سولې مخامخ بين‌الافغاني خبرو پيلېدو ته هيلې ډېرې شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvoe8vuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته