دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۵۷
د مطلب کود : 149514
د سوریه رقه  ۶۰ سلنه داعشیانو څخه پاک سوی دی
د امریکا په مشری داعش ضد ائتلاف په سوریه کی د یو اعلامیه په خپرولو سره اعلان کړ چی سوریی دموکراتیک ځواکونه د رقه ښار ۶۰ سلنه سیمی د داعش تروریستانو شتون څخه پاک کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د داعش ضد ائتلاف په اعلامیه کی ویل سوی چی د سوریه دموکراتیک ځواکونه توانیدلی دی چی د رقه ښار ۶۰ سلنه د یو اونۍ په ترڅ کی د داعش څخه پاک کړی.

همدارنګه رایان دیلون، د داعش ضد ائتلاف ویاند په عراق او سوریه کی د ۴۰ تنو داعشی او ۴۰ موټرانو له منځه تلو او داعش په وړاندی ۲۹ هوایی بریدونو څخه په دیرالزور کی خبر ورکوی.

دیلون ټینګار کوی چی حزب الله د داعش سره یو توافق نامه امضا کړۍ دی چی له سببه یی دیرالزور کی به داعش کاروان ولیږل سی.

هغوی داعش ضد ائتلاف او امریکا اړیکه درلودل ددی توافق نامی څخه ردوی او هغه ویلی دی چی امریکا د عراق امنیتی ځواکونو سره د نورو سیمو بیرته نیولو لپاره داعش ځواکونو سطری څخه مرسته کوی.

https://avapress.com/vdcjvhevxuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته