دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 147729
داعش سوریه کی خپل تر تسلط لاندی ځایونه په سرعت سره له لاسه ورکوی
یو امریکایی لوړپوړۍ چارواک د اګست په څلورمه د جمعی په ورځ اعلان کړ چی د سوریی دموکراتیک ځواکونه د واشنګتن تر ملاتړ لاندی د رقه ۴۵ سلنه ځمکه د داعش د واک څخه خارج کړی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د سوری دموکراتیک ځواکونه پراخ عملیات د ۲۰۱۶ کال نوامبر په میاشت کی د داعش ځواکونو په وړاندی شروع کړ.

 

دا عملیات چی د (فرات خشم ) نومیږی د رقه د بیرته نیولو لپاره وو. د جون په شپږمه ورځ سوری دموکراتیک ځواکونه اعلان کړ چی ددی ښار محاصری سره لوی برید د رقه آزادولو لپاره شروع کړی دی.

د برت مک ګورک د داعش ضد بین المللی ائتلاف ځواکونو خاص لیږل سوی په وینا هغه ورځ کی سوری دموکراتیک ځواکونه وتوانیدل چی د ۴۵ سلنی په شاوخوا رقه بیرته ونیسی.

برت مک ګورک تایید کړی دی چی زه د امارو په ارائه کولو کی شک لرم ځکه چی دقیق نه دی خو فکر کوم د ۲ زرو په شاوخوا داعش په رقه کی حضور لری او په احتمال سره به په همدی ښار کی ووژل سی.

د هغه په وینا داعش د سوریه او عراق ۷۰ زره کیلومتره خاوره تراوسه د لاسه ورکړی دی چی د هغه څخه د عراق ۷۸ سلنه او د سوریه ۵۸ سلنه خاوره دی چی داعش ځواکونو تر کنترول لاندی درلودل.

https://avapress.com/vdcf0edy1w6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته