دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 150366
په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو

نن تر غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې شاوخوا د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې برید کوونکی له چاودېدونکو توکو ډک یو کرولا موټر کې ناست و، او د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سیلو افشار په سیمه کې یې د بهرنیو ځواکونو کاروان ته نژدې ځان ته چاودنه ورکړه.

د دغه وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل په دې برید کې ۵ ملکي کسان ټپیان شوي، چې پولیسو روغتون ته لېږدولي.

خو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه چې ایا په دې برید کې بهرنیو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، څه نه وايي.

د غوڅ ملاتړ په یوه بیان کې ویلي دي چې په دغه ځانمرګی برید کې د دوی ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې د پولیسو څېړنیز ټیمونه د پېښې سیمې ته رسېدلي او د دغه برید په اړه به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د پېښې ځای ته ورغلي سړکونه د پولیسو له خوا بند شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت یو روزنیز مرکز، د پولیسو اکاډمي او د پولیسو ۲۰۰ بستریز روغتون هم د پېښې ځای ته نږدې موقعیت لري.

د دې برید مسئولیت وسله‌والو طالبانو په غاړه اخیستی دی او ادعایې کړې چې په دغه برید کې ۱۶ بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او درې ټانکونه ویجاړ شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3z9q3ak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته