دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 151884
د افغان سولې په اړه د طالبانو پاکستاني پلار مولانا سمیع الحق تازه ژمنه

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام سمیع مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو د روحاني پلار په نوم مشهور دی، په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې خپل چمتووالی ښوولی دی.

په پاکستان کې د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې د افغان حکومت سفیر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال تیره ورځ له مولانا حق سره د دارالعلوم حقانيه په مدرسه کې وکتل.

راپورونه زیاتوي، چې د مولانا حق او ښاغلي زاخېلوال ترمنځ غونډه کابو دوه ساعتونو دوام درلود او دواړو غاړو د سولې په اړه خبرې وکړې.

د دارالعلوم حقانیه له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کتنې پر مهال ښاغلي زاخېلوال له مولانا حق څخه وغوښت ترڅو په افغانستان کې د سولې د راوستولو په هڅو کې خپل رول ولوبوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې مولانا حق د افغان سولې په هکله وویل چې په افغانستان کې سوله او امنیت په روان شرایطو کې یوه مهم اړتیا او د سیمې لپاره اړین دی.

نومړی زیاته کړه، چې په افغانستان کې بهرنیان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شي او له دې امله دوی په دغه هېواد کې د جګړې فضا رامنختته کړي دي.

مولانا حق د مسلمان هېوادونو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته کړه چې مسلمان هېوادونو په خاصه توګه پاکستان او افغانستان باید په سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره یو بل سره لاسونه یو کړي ځکه خلکو د امریکا او د روسان پر خلاف ډیرې قربانی ورکړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4sqs02bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته