دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 155267
د فراه ولایت په بالابلوک کې جګړو مرګ و ژوبله رامنخته کړې

د فراه په بالا بلوک ولسوالی کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په نښته کې دوه ښځې وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون درې کسه نور ټپیان دي.

د فراه ولایت امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دا مرګ و ژوبله د طالبانو په برید کې رامنځته شوې ده.

د فراه امنیه قومندانۍ ویاند اقبال باهر وايي، نښته د بالا بلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نښته د طالبانو له خوا پیل شوې او د هاوان په یوه برید کی دوه ښځې وژل شوي او د دوه ماشمومانو په ګډون درې نور ملکي وګړي ټپیان دي.

ښاغلي باهر دا هم ویلي، چې د فراه د خاک سفید ولسوالی د نهردشت سیمې په یوه نښته کې د طالبانو د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون لس وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دغه راز د چارواکو په وینا؛ د همدې سیمې د شرانو په غونډې کې طالبانو د پولیسو پر پوستو برید کړی، چې له کبله یې دوه ملي پولیس او درې وسلوال وژل شوي او دوه پولیس او درې طالبان ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(وا)
https://avapress.com/vdcb0sb8zrhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته