دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 157315
په ختیځ کې د طالبانو او داعشیانو درې غړي وژل شوي
د افغانستان په ننګرهار او لغمان ولایاتو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د طالبانو او داعشیانو درې غړي وژل شوي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د اچین ولسوالی اړوند په خرګې کلې کې د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې د داعش دوه وسله وال وژل شوي دي.

د سیلاب قول اردو په وینا، د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو یوه غړی وژل شوی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په ځینو نا امنیو ولسوالیو کې د داعشیانو او طالبانو پر وړاندې هوایي بریدونه او چاڼیز عملیات دوام لري.

لغمان ولایت د افغانستان په ختیځ ن نسبتاً امن ولایاتو څخه شمېرل کیږي خو په وروستیو کې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو په دې ولایت کې خپل ترهګریز فعالیتونو ته زور ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzqnzm23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته