دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 157514
د جنرال دوستم نوم د جرمونو نړیوالې محکمې ته په سپارل شويو اسنادو کې

د راپورونو له مخې، د افغانستان ولسمشر لوموړی مرستیال د جنرال عبدالرشید دوستم نوم په هغو اسنادو کې شامل دي چې د جرمونو نړیوال محکمې ته سپارل شوي دي.

ټاکل شوې چې د جرمونو نړیوال محکمه په نژدې راتلونکو کې د جنګي جنایاتو په تړاو د دغو اسنادو ارزونې بهیر پیل کړي.

د بي بي سي افغانستان څانګې د یوې راپور له مخې،  د جرمونو نړيوالې محکمې ته په سپارل شويو اسنادو کې له نومول شويو لوړ پوړو چارواکو يو د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دى.

تر اوسه د افغانستان د ولسمشر لوموړی مرستیال دفتر په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم له څو میاشتې راهیسې په ترکیه کې دی او په پام کې وه چې نوموړی څو میاشتې مخکې بېرته کابل ته ستون شي تر څو د نوې جوړه شوې ائتلاف د رسمي اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.

د هېواد یو شمېر مهم سیاسي مشران چې ظاهراً د ملي یووالي حکومت له هڅو او فعالیتونو ناراضه دي، کابو پنځه میاشتې مخکې د  «افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا» په نوم د یوه نوې ائتلاف د جوړولو خبر ورکړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizyaz5t1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته