دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 160728
مشرانو جرګې په هلمند کې د سولې له پیل شوي حرکته ملاتړ وکړ
د افغانستان مشرانو جرګې په هلمند کې د سولې له پیل شوي حرکته ملاتړ وکړ.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي په هلمند کې د سولې له حرکته د ملاتړ تر څنګ وايي، د افغانستان د سولې لپاره باید یوه ملي اجماع رامنځته شي.
د دغې جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د وري ۰۷» په ناسته کې یو شمېر سناتورانو وویل، ورته اعتراضونه باید د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
د دغو سناتورانو له ډلې نجیبې حسیني وویل، تر کومه چې خلک سره یو موټي او د سولې غږ اوچت نه‌کړي، یاده پروسه به مثبته نتیجه ونه‌لري.
 
نوموړې زیاته کړه:"د هلمند خلکو چې په لښکرګاه ښار کې د تحصن خیمه درولې او د سولې غږ یې پورته کړی، ترې ملاتړ کوو، موږ هېله‌مند یوو چې د سولې دغه غږ له ټولو ولایتونو پورته شي، یوه ملي اجماع رامنځته شي، ځکه تر کومه چې موږ اجماع ونه‌لرو، له نورو دا تمه نه‌شو کولای چې افغانستان ته سوله راوړي."
په هلمند کې یو شمېر ځوانان د لښکرګاه د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې د اعتراض خیمه درولې او وایي چې خپل دغه اعتراض سولې ته د مخالفو وسله‌والو تر حاضرېدلو پورې جاري ساتي.
په لښکرګاه کې د جمعې د ورځې په ماښام د لومړۍ حوزې اړوند د غازي محمد ایوب خان لوبغالي ته څېرمه په برید کې، د ماشومانو او ځوانانو په ګډون شااوخوا ۲۰ تنه ووژل شول.
 
په خیمه کې ناستو ځوانانو اقبال خیبر او قیس هاشمي رسنیو سره په خبرو کې ویلي:
"د طالب هر مرکز ته ځو او په موسی کلا کې به ورته کېنو چې نوره سوله غواړو، له هغه وړاندې له دولت نه د اوربند ژمنه اخلو."
" دغه سوله نه له امریکا غواړو او نه هم له پاکستانه، بلکې خپل ورور سره سوله کوو، او موږ ورباندې د سولې غږ کوو."
د یادونې ده چې ورته اعتراضونه تر دې وړاندې په کونړ ولایت کې هم شوي او د کابل د پرلت یوه غوښتنه هم د حکومت له وسله‌والو مخالفینو دا ده چې سوله وکړي.
خو تر اوسه وسله ‌والو طالبانو دغو غوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.
په ورته وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو مشر عزیز رفیعي وايي، اعتراض د خلکو اساسي حق دی او د سولې دا غږ به د یوې پايښتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.
 
https://avapress.com/vdcj8yevouqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته