د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي اتمر پرون ماښام د ټیلفوني خبرو په ترڅ کې هېواد او خلکو ته د استاد عطامحمد نور خدمتونو او لاسته راوړنې وستایل.
نوموړي وويل، چې استاد عطامحمد نور د هیواد په بحراني حالاتو کې پر ځای او معقولې پریکړې کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې زه استاد عطامحمد نور ته د هېواد د سیاسي مشر په توګه ډیر درناوی لرم او د نظام په ټینګښت او بهبود کې د نوموړي سیاسي نقش مهم او د قدردانۍ وړ بولم.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي استاد عطامحمد نور د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له ټیلفوني اړیکې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې تل یې د خپل هېواد خدمت کړی او د خلکو د ګټو د ساتلو له پاره هڅې کوي. نوموړي همدارنګه وویل، چې له نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي او د پیاوړتیا، بهبود او دوام له پاره یې متعهد دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)