دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 164376
تورخم کې پاکستانی موټر حخه ۹۸۰۰ ټنه چاودیدونکې توکې نیول شوي
افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو تورخم کې یو پاکستانی لاری ډوله موټر څخه ۹۸۰۰ ټنه چاودیدونکې توکې نیولی دی.

 د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هېواد سرحدي ځواکونو له یوه پاکستاني موټر څخه ۹۸۰۰ کیلو ګرامه امونیم نایټریټ چاوديدونکې توکې نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، چې چاویدونکي توکې د میوو لاندې ځای پر ځای شوي وو چې د تلاشي په ترڅ کې امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، وسله والو چاويدونکي توکې د کرښې له هاخوا اخیستي وو.
 د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccm0qse2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته