دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 166648
د جنګي او ترانسپورټي الوتکو پیلوټان او پیلوټانې تر زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شول
د هوایي قول اردو ۲۳ پیلوټان او پیلوټانې، چې د مسلکي زده کړو په موخه د چک په جمهوریت ته تللى وو، تر زده کړو بېرته هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان هوایي قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هوایي پوځ اړوند ۲۳ پیلوټان او پیلوټانې د چک په جمهوریت کې د ۱۸ میاشتو په موده کې یې عملي او نظري زده کړي کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پیلوټان د A-29 ډوله جنګي الوتکو او د C-208 ډوله ترانسپورټي الوتکو د چلولو لپاره د چک جمهوریت په هوایي پوهنتون کې روزل شوي او د افغان هوایي ځواکونو په لیکو د خدماتو لپاره هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان هوایي اردو په وینا، د فارغانو په ډله کې دوه ښځې هم شامل دي.
په افغانستان کې د ناټو  غوڅ ملاتړ ماموریت له دېوړاندې ویلي وو چې دغه پیلوټان او پیلوټانې د چک په جموریت کې د ۱۵ میاشتو په موده کې یې د ځمکنیو او هوایي ماموریتونو په برخو کې خپلې زده کړې پای ته رسولي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایی، یادو پیلوټانو همداشان د انگلیسي ژبې هم زده کړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرلو سره ویلي وو چې د افغان هوایي قول اردو ښځینه پیلوټانو د روزنې په ترڅ کې له انتظار زیات پرمختگ کړی دی.
په داسې حال کې چې په سیاسي، مکلي او نظامي برخو کې د ښځو ونډې د زیاتوالی لپاره هلې ځلې دوام لري د افغانستان د دفاع وزارت هڅې کوي چې ښځې په پوځ جذبولو ته وهڅوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgt39q7ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته