دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 168916
وسله وال طالبان اختر ورځو کې اوربند باندی غور کوی
د وسله والو طالبانو یو شمېر جګپوړي چارواکي ویلي چې د طالبانو مشرتابه د لوی اختر په مناسبت کې د احتمالي اوربند پر اعلان غور کوي.

د طالبانو دوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د طالبانو مشرانو به د سې شنبې یا چهار شنبې په ورځ په دې اړه بحث او خبرې وکړي خو په دې اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو مشرتابه د ځینو اسلامي هېوادونو او ملګرو د غوښتنو په اساس د اوربند په اړه غور کوي.
د طالبانو یوه چارواکی ویلي، چې د طالبانو ځینې ملګري د اوو ورځو لپاره د اوربند د اعلان غوښتنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو مشرتاب ښایي څلور ورځني اوربند اعلان کړي خو په دې اړه وروستي پرېکړه به د طالبانو مشر ملا هبت والله وکړي.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني تېره اوونی د افغانستان د راجستر شویو سیاسی ګوندونو له استازو سره د کتنې پر مهال او د مخکېني اوربند بریالۍ تجربې ته په اشارې ویلي و چې د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند کار کېږي.
د افغانستان د دلسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري تر دې مخکې ویلي و، چې دغه اوربند به د لوی اختر په مناسبت اعلان شي.
د ښاغلي چخانسوري په وینا، د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند اعلان ته د لیوالتیا نښې نښانې لیدل کېږي او دغه اوربند به د خلکو او دیني عالمانو په غوښتنه اعلان شي.
 
https://avapress.com/vdcgq79q3ak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته