دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 170035
د حقاني شبکې بنسټوال مولوي جلال الدین حقاني ومړ
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د حقاني شبکې بنسټوال مولوي جلال الدین حقاني د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۱۳) له اوږدې ناروغۍ ومړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو چارو وزیر او د رهبري شورا غړی و.‌
نوموړي د شوروي اتحاد په وړاندې په اتیاومه میلادي لسیزه کې د جهاد تکړه قومندان و.
نوموړی د مرحوم مولوي خالص د جهادي تنظیم غړی و، بیا یې د تنظیمي جګړو پر ضد د طالبانو د تحریک ملاتړ وکړ.
جلال الدین حقاني په ۱۹۳۹ میلادي کال زیږیدلی او په دې وروستیو کلونو کې د زیات عمر او ناروغیو له کبله د سیاسي او جهادي ډګر څخه ګوښه شوی و.؛ خو د امریکا پر ضد د جګړې او مبارزې له کلکو ملاتړیو څخه بلل کیده.
د نوموړي مشر زوی سراج الدین حقاني اوسمهال د طالبانو د مشر مرستیال دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfgb8srhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته