د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره محمد رضا رفعت؛ د بامیان ولایت پیښو سره مبارزی رئیس وویل: د پیښو سره مبارزی کمیته ژغورنی عملیات ټیم د ولایت مقام په همکاری سره د ۴۰۰ څخه ډیر مسافرین په ۱۵۰ مسافربری موټرونو کې چی د شاتو کوتل دواړو لورو کې ګیر پاته وو، وژغورل.
هغه زیاته کړه: دا مسافرین چی د سختو طوفانونو له امله د شاتو کوتل کې ګیر پاته و د یکاولنګ، پنجاب ولسوالی او دواړو ولسوالی امنیه قوماندانی په مرسته تیره شپه ۹ بجو په شاوخوا وژغورل شو.