دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 184979
د پکتیکا پر اړوند امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه پرشاتمبول شوي
امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ترمنځ پرغزیدلې لویه لار د پولیسو پر پوستو وسلوالو طالبانو تېره شپه ډله ییز بریدونه کړي دي.

د پکتیکا د امنیه قومنداني ویاند شاه محمد آرین آریانانیوز ته په ډاګه کړې؛ وسلوالو طالبانو غوښتل، چې د پکتیا او پکتیکا ترمنځ د مټاخان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې لار ناامنه او پر یاده غزیدلې لار پرتې امنیتي پوستې سقوط کړي، چې د پولیسو له کلک ټینګار سره مخ شول؛ درنده مرګ و ژوبلې وراوښتې، وسلې او مهمات یې هم پولیسو ته پاتې شوي دي.

ښاغلي آرین زیاته کړې، چې په دي برید کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي. نوموړی څرګندوي، چې په دې نښته کې دری پولیس وژل شوي او دری نور ټپیان دي.

د امنیتي مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د افغان ځواکونو لخوا په سیمه کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات روان ساتل شوي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې امنیتي ځواکونو پر یاده لار یو ماین هم شنډ کړی دی.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په مریانو سیمه کې د پولیسو یوه پوسته نیول شوې؛ ۹ اربکیان وژل شوي او یو بل ژوبل دی.

د دوی په خبره؛ وسلې او مهمات یې هم طالبانو ته پاتې دي.
د پکتیا او پکتیکا ولایتونو لیرې پرتې سیمې ناامنه دي او تل په کې د وسلوالو طالبانو د پراخو هڅو یادونه کیږي.  
 
https://avapress.com/vdcd5o0fnyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته