دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 185813
یونما: د طالبان په زندانونو کې شکنجې او ربړونې؛ آن تردې چې د بندیانو د وژلو ادعاوې شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت د راپور له مخې د طالبان په زندانونو کې له بندیانو سره ناسم چلند کیږي، آن تردې چې داسې جدي ادعاوې شوې چې ځینې زندانیان په توقیف خونو کې وژل شوي.

یونما د طالبانو په توقیف خونو کې د شکنجې او ربړونو په اړه له هغو ۵۳ تنو بندیانو سره خبرې کړې چې د روان ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۲۵ مه د افغانستان د ملي اردو دځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مټ د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د شیرا په کلي کې د کلاټک په نوم د طالبانو له زندان څخه ازاد شول.
د کلاټک په نوم د طالبانو په زندان کې ۵۳ ازادو شویو زندانیانو له ډلې یې ۴۵ د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي او اته ملکیان وو، چې درې حکومتي چارواکي هم پکې وو. ډیر بندیان له ۲۰۱۸ کال راهیسې دغلته ساتل کیدل، خو درې تنه یې ان له ۲۰۱۶ راهیسې زندانیان وو.
د یونما په راپور کې راغلي: « هغه کسان چې راخوشې شوي دي وایي چې په توقیف کې به یې همیشه زولنې په پښو وې، چې ځینو یې د پښو له ښنګرو سره زخمونه لرل. ځینو توقیف شویو ویلي، چې طالبانو د وهلو ټکولو پرمهال له دوی څخه د معلوماتو د ورکولو او په خاصو مسلو د اعتراف کولو غوښتنه کوله. دغه سزا یې له حکومت څخه د ملاتړ، له امریکایانو سره د کار او یا له طالبانو سره د جګړې په بدل کې ورکړې.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتود طالبانو په توقیف خونو کې د ناسم چلند او شکنجې په اړه وایي: «زه د توقیف خونې د ناسم چلند، شکنجه کولو او ان د ملکي او امنیتي کارکوونکو د غیر قانوني وژنو او همدارنگه په توقیف خونو کې د ناسم وضعیت په تړاو دلګول شویو جدي ادعاوو په اړه، اندیښمن یم.»
یونما د راخوشي شویو بندیانو له خولې لیکي چې ترځمکې لاندې پنځو داسې خونو کې ساتل کیدل، لږ تر لږه په ورځ کې اوه ساعته پرې د چاودیدونکو توکو د جوړولو په ګډون په زور کارونه ترسره کیدل.
د یوناما موندنې ښیي، چې په یاد زندان کې بندیانو ته په ورځ کې دوه ځلې لوبیا او وچه ډوډی ورکول کیده او د درد ضد او د ټپونو د پاکولو میکروب ضد درملو پرته نور هیڅ ډول روغتیایي مرسته نه ورسره کیده.
په ورته وخت کې د یونما د بشري حقونو د څانګې مشر ریچارډ بینیټ په جګړه کې له ښکېل خواو غواړي چې، له بندیانو سره انساني چلند وشي.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر ریچارډ بینیټ وویل: «ملګري ملتونه طالبانو ته وریادوي، چې نړیوال بشرپالونکی قانون، د ټولو نړیوالو اوغیرنړیوالو وسله والو جګړو له ښکیلو اړخونو غواړي، چې له هغو ټولو کسانو سره چې نیغ په نیغه په جګړه کې ښکیل نه دي او یا یې دغه کار خوشې کړیدی، باید تل انساني چلند وشي.»
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8sb8frhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته