د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هوايي دهلېزونو له لارې تراوسه پورې ۷ زره ۴۰۰ ټنه بېلابېل توکي له هېواده بهر صادر شوي دي.
د دې وزارت ویندوی سمیر رسا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، په صادرو شویو توکو کې وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفران، قره قل او طبي بوټي شامل دي. افغانستان هند، چین، متحده عربي امارات او څو نورو هېوادونو ته د هوا له لارې خپل محصولات صادروي.