دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 190119
کشمیر سرحدي کرښه کې د هندی او پاکستانی ځواکونو تازه نښتو کې دری پاکستانی پوخیان وژل شوي
د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په لانجمنه سرحدي سیمه کې ، د تازه نښتو په پایله کې د هندي ځواکونو له لوري درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سرحدي کرښه، د تازه تاوتریخوالي په پیښه کې د وژل شوو پاکستاني عسکرو د وژل کېدو خبر د پاکستان پوځ تائید کړی خو ادعا کوي چې  په ځوابي برید کې پنځه هندي عسکر هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
بل پلو هندي رسنیو د هندي پوځي چارواکو له قوله د پاکستان دغه ادعا رد کړې او وایي چې هندي پوځیانو ته په یاده پیښه کې هیڅ زیان نه دی اوښتی.
https://avapress.com/vdcgqz9qyak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته