دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 191876
د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتم دور طوفان هریرود لوبډلې وګاټه
په افغانستان کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتم دور د طوفان هریرود لوبډلې ګټلی دی.
د غوره لیګ فاینل مسابقه پرون د سپټمبر په شلمه ماښام د طوفان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ وه.
په پرونۍ سیالۍ کې یوازې د طوفان هریرود لوبډلې یو ګول وواهه چې د لوبډلې په ګټه دغه ګول هم حاتم شېردل وهلی دی.
مسابقه یو پر صفر پای ته ورسېده.
په دې سیالیو کې د افغانستان د اتو زونونو د فوټبال لوبډلو ګډون درلود.
 
https://avapress.com/vdchqznz-23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته