دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 194711
ارګ: د چين بین الافغاني ناستې کې د ګډون لپاره مو پلاوی ټاکلی
 د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، په چين کې له طالبانو سره د بين الافغاني ناستې لپاره پلاوی ټاکل شوی او په لنډو ورځو کې به د حکومت له لوري دغه پلاوی اعلان شي.
د ارګ وياند وايي، حکومت به د چين بین الافغاني ناستې د ګډونوالو نومونه وروسته خپاره کړي او په عين حال کې يې د سيمې هېوادونو سربېره د افغانستان قضيې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د سولې په اړه د افغان حکومت د طرحې ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې وه، چې د سولې په اړه د چين بين الافغاني ناسته د تېر اکتوبر په ورستيو کې  ترسره شي او طالبانو هم ويلي و، چې دغې ناستې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو وروسته روښانه شوه، چې دغه ناسته د نامعلومو دلائلو له امله ځنډول شوې ده.
د ګډ حکومت سرچينو ويلي و، چې حکومت په دغه ناسته کې د ګډون لپاره ستراتيژيک او د پلاوي ټاکلو تياری نه درلود، له همدې امله يې د چين له حکومت څخه د ناستې ځنډولو غوښتنه کړې وه.
تر اوسه هم نه ده روښانه چې حکومت به د چين بین الافغاني ناسته کې د ګډونوالو شمېر کله اعلان کړي، خو د چارو څارونکي وايي، کېدای شي دا پلاوی د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو له اعلانېدو وروسته خپور کړي.
https://avapress.com/vdciz5azzt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته