دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 194894
۲۴۶ تنه پولیس تر شپږمیاشتنیو زده کړو وروسته خپلو دندو ته ستانه سوه
د خپلواکۍ او ملي یووالي اتل شهید ستر پاسوال عبدالرازق خان د پولیسو روزنیز مرکز قومندان سمونوال محمد ایوب وردګ وویل، چي یادو ۲۴۶ تنو ساتنمنانو ته چي څلور تنې یې ښځينه دي د شپږو میاشتو په موده کي محاربوي، تخنیکي او قانوني زده کړي ورکړي. د ساتنمنانو د فراغت پر مهال کندهار والي حیات الله حیات وویل پولیس د قانون پلي کوونکي، د ټولني د نظم ساتوونکي او خلګو خدمتګاران دي خو جنګي حالاتو افغان پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کي واقع کړي دي. ښاغلي حیات زیاته کړه پولیسو په کمو امکاناتو دښمن ته سینه سپر کړې او د خاوري ساتنه په مېړانه کوي.
دغه پولیس د افغانستان دسولي او دفاع ملي اتل شهید سترجنرال عبدالرازق خان دپولیسو په اکاډمۍ کي روزل سوي او نن سه شنبه يې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي فراغت لیکونه ترلاسه کړه.
دغونډي ویناوالو له فارغینو وغوښتل، چي دقانون دپلي کیدو له ادرس څخه دي د خاوري او خلکو خدمت وکړي.
په دغه مراسمو کي د کورنیو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي چي مشري یې د اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي کول، کندهار والي حیات الله حیات د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال او ګڼو نورو دولتي او نظامي مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمیر پولیسو ګډون کړی وو.
د خپلواکۍ او ملي یووالي اتل شهید ستر پاسوال عبدالرازق خان د پولیسو روزنیز مرکز قومندان سمونوال محمد ایوب وردګ وویل، چي یادو ۲۴۶ تنو ساتنمنانو ته چي څلور تنې یې ښځينه دي د شپږو میاشتو په موده کي محاربوي، تخنیکي او قانوني زده کړي ورکړي.
د ساتنمنانو د فراغت پر مهال کندهار والي حیات الله حیات وویل پولیس د قانون پلي کوونکي، د ټولني د نظم ساتوونکي او خلګو خدمتګاران دي خو جنګي حالاتو افغان پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کي واقع کړي دي.
ښاغلي حیات زیاته کړه پولیسو په کمو امکاناتو دښمن ته سینه سپر کړې او د خاوري ساتنه په مېړانه کوي.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي افغان پولیس د نړۍ په سطحه مېړني یاد کړه او زیاته یې کړه چي کندهار پولیسو ددې ولایت امنیت د نورو ولایتونو په پرتله ښه ساتلی دی.
ښاغلي پردلي وویل جنګ له کندهار پیل سوی او لومړی به هم دلته پای مومي.
بل لوری د کندهار ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل مرکزي اداره باید کندهار پولیس پورته مجهز کړي څو لا هم پیاوړي او ځواکمن سي.
هغه وویل د پولیسو سره ولس همکاري او پوره ملاتړ کوي خو پولیس امکانات او اړینه پوهه نه لري.

ددغه روزنیز مرکز استادان ددې ترڅنګ په کندهار، زابل، روزګان او ډایکُنډي ولایتونو کي دپولیسو د روزني ځانګړي مرکزونو کي دپولیسو په لنډ مهاله زده کړو بوخت دي، چي له همدې لاري يې دتیرو شپږو میاشتو په لړ کي څه باندي د ۱۵ سوه په شاوخوا کي پولیس د لاپیاوړتیا په موخه روزلي.
https://avapress.com/vdcaoyn6y49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته