دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 194999
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر: افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې مهم رول ولري
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر د افغان حکومت لخوا د سولې د اووه ماده ییزې طرحې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او یوه جامع طرحه یې بللې ده.
نوموړي که د ټرمپ ادارې له طالبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی وای، د افغانستان د دولت مشروعیت ختمېده خو دا ځل باید افغان حکومت په دې پروسه کې له پیله مهم رول ولري.
نوموړي په واشنګټن کې یو بنسټ ته په وینا کې ویلي، امریکايي ځواکونه باید اخر هم له افغانستان څخه راووځي، مګر دا باید په هغه وخت کې وشي چې افغانستان کې د سولې هوکړه رامنځته شي.
نوموړي ویلي، له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې مذاکراتو له افغان حکومت پرته معنا نه لرله، ځکه د افغان حکومت مشروعیت ته یې زیان رساوه او طالبان یې لا زړور کول.
نوموړي همدا راز له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلان سره هم مخالفت ښودلی او ویلي یې دي دا کار به په افغانستان کې تاوتریخوالی لا زیات کړي.
نوموړي ویلي، طالبان په خپلو بریدونو کې ناکام دي او لوی ښارونه ټول د افغان ځواکونو په ولکه کې دي.
راین کراکر هغه امریکايي سیاستوال دی، په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو او په لازمو شرایطو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو طرفدار دی.
https://avapress.com/vdcgyt9qyak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته