دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 201871
غور کې د دولتي ادارو دروازې لاهم د پاڅونوالو لخوا بندې دي
د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي پر افغان حکومت نیوکه کوي، چې غور ولایت یې له پامه غورځولی، او وايي چې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه د غور لپاره انډول په پام کې ندی نیول شوی.
 
 
د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي پر افغان حکومت نیوکه کوي، چې غور ولایت یې له پامه غورځولی، او وايي چې  د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه د غور لپاره انډول په پام کې ندی نیول شوی.
دغه پاڅونوال چې له پنځو ورځو راهیسې د غور مرکز فیروز کوه کې راټول شوي، او د ټولو دولتي ادارو دروازې یې تړلي وايي، تر هغه یې چې غوښتنو ته رسېدنه نه وي شوي، خپل پاڅون ته به دوام  ورکړي او اجازه به ورنکړي چې دولتي ادارې خپل کار پر مخ یوسي.
دوي وايي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه کې د لویو لارو او د “ګرم آبک پوزلیچ” د برېښنا بند جوړېدو شاملېدل غواړي، او پر خپلو غوښتنو به تر هغه ټینګار کوي، څو پورې چې مرکزي حکومت یې عملي کولو ته چمتو شي.
غور ولایت کې د خامه پړس خبري آژانس خبریال “ذبیع الله وفا” وايي، چې پاڅونوالو له پنځو ورځو راهیسې د دولتي ادارو دروازې تړلي، خو مرکزي حکومت د ستونزې د هوارېدو په پار تر اوسه هم غبرګون ندی ښودلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefz8wzjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته