دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 202180
ولسمشر د ناټو جرمني جنرال ته په مخه ښه کې مډال ورکړ
ولسمشر غني د ناټو غوڅ ملاتړ د انکشافي برخې جرمني مسوول جنرال مارکاس کورچیک ته له افغانستانه د مخه ښې په مراسمو کې د میرمسجدي خان مډال ورکړ.
ارګ وايي، تېر ماښام ولسمشر غني، د افغان ځواکونو د روغتیا او روزنې په برخه کې د جنرال مارکاس خدمتونه ستایلي او هغه ته یې په افغانستان کې د ماموریت د پوره کېدو مخه ښه ویلې ده.
ولسمشر غني تر دې وړاندې له افغانستانه رخصت شوي امریکايي سفیر جان بس ته د وزیر محمد اکبرخان مډال ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdcivrarut1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته