پاکستاني چارواکو خپلو رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې وه چې د پاکستان سفارت د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې له کشمیر سره د یووالي د ورځې په مناسبت غونډه ونیسي، خو افغان حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې.
سرچینه وايي، افغان چارواکو په کانټیننټل هوټل کې دغې غونډې ته د ریزرف نیول شوي تالار هوکړه هم لغوه کړې او پاکستانیان یې رخصت کړي دي.
پاکستان د فبرورۍ ۵مه له کشمیر سره د یووالي د ورځې په توګه لمانځي خو افغان حکومت تل په دې ټینګار کړی چې د سیمې د هیوادونو دښمنۍ پر خپل ځای مګر هیڅکله به خپله خاوره د سیمې د هیوادونو تر منځ د نیابتي او تبلیغاتي جګړې د ډګر په توګه کارېدو ته پرېنږدي.