دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 205731
سعودي عربستان له روغتیايي او خوارکي توکو پرته د دوو اونیو لپاره د ټولو سکټورونو چارې ځنډولې او جوماتونه یې بند کړي دي، خو یوازې د مکې مکرمې او مدینې منورې حرمینو کې به په جماعت لمونځ دوام لري.
د سعودي عربستان رسمي شمېرې ښيي، چې په دې هېواد کې تر اوسه کورونا وېروس تر ۱۷۰ ډېر کسان اخته شوي دي.
سعودي وړاندې دغه هېواد ته د ۲۵ هېوادونو وګړو ته د زیارت کوونکو او عمرې وېزې درولې وې.
دغه هېواد دا هم ویلي وو، چې د خلیجي هېوادونو د همکراۍ شورا د غړو هېوادونو وګړي او هلته د سعودي مېشت وګړي سعودي ته تګ-راتګ نه شي کولی.د تونس لومړي وزیر الیاس الفخفاخ ویلي، حکومت یې د خوړنځيو د بندولو پرېکړه کړې او په جوماتونو کې یې لمونځ هم ځنډولی دی.
 
https://avapress.com/vdcdsk0xfyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته