دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 205788
په ایټالیا کې په یوه ورځ د کورونا وېروس له امله ۴۷۵ کسان مړه شوي او دې سره په دغه هېواد کې له کورونا د مړو شمېر نژدې درې زرو کسانو ته ورسېد. ایټالیا کې نژدې ۳۵ زره ۷۱۳ کسان کورونا وېروس نیولي، خو له څلور زرو ډېر پکې له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

د ایټالیا تر ټولو ځپلې سیمه لومباردي کې په یوه ورځ ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.
ایټالیا له چین وروسته- چې دا وېروس پکې پیدا شو- د کورونا له پلوه تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.
له دې ناروغۍ تر ۸۷۵۸ کسان مړه شوي چې ډېری په چین کې دي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي، پر کورونا له دوو لکه د ډېرو اخته شویو کسانو لوی اکثریت یا اتیا سلنه اروپا، او د اسیا پراخې سیمې په ګډون د ارام سمندر لوېدیځ کې دي.
 
https://avapress.com/vdcfctd0cw6dxea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته