دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 206789
اشرف غني د پاکستان له لوی درستیز «جنرال جاوید قمر باجوه» سره تلیفوني خبرې کړې او د مذاکراتي ټیم او سولې په ګډون په یو شمېر موضوعاتو ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې باجوه غني ته د بیا ولسمشر کېدو او یوه «همه شمول» مذکراتي ټیم د ټاکلو له امله مبارکې ویلې او له مذکراتي ټيم د هرکلي تر څنګ یې تمه ښودلې، چې یاد ټيم به له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دواړو لورو له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ په ټینګښت ټینګار کړی او د ترانزیت په برخه کې باجوه وعده کړې، چې افغانستان ته د افغان سوداګرو د مالونو د ژر انتقال په برخه کې به اړین اقدامات کوي.
 
https://avapress.com/vdch6-niw23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته