دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 209118
افغانستان کې په یوه ورځ د پولیو شپږ پېښې رامنځته شوي
د افغانستان روغتیا وزارتپه پنځو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د شپږو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن شنبه مې دوهمه(غويي۱۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه دوې په کندهار، او یو ه ـ یوه په هرات، کونړ، بلخ او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوې ده.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو پېښو شمېر ۱۱ ته ورسېد.
پر همدې مهال په جنوب کې د پوليو پرضد د مبارزې د عملیاتي مرکز مشر ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وويل چې د ګوزڼ نوې پېښې يوه یې د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ اوبله هم په غورک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده..
ده زیاته کړه چې ګوزڼ وهلي ماشومان د ۹ او ۶ میاشتو عمرونه لري او دواړه هلکان دي..
پخلا وويل:د شاه ولیکوټ د بوري د سیمي اوسیدنکی ماشوم د ۹ میاشتو عمر لري او د غورک د بدک د کلي اوسیدونکی ماشوم ۶ میاشتي عمر لري دوی هیڅ واکسین ندی تر لاسه کړی او په یادو دواړه ولسوالیو کې له تیرو ۲ کالو راهیسې کور په کور ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین هم ندي عملي شوی).
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ بوري سیمه له زابل ولایت له میزانې ولسوالۍ سره په سرحد کې پرته ده..
تر کندهار مخکې د زابل په همدې میزانه ولسوالۍ کې هم د سږ میلادي کال په پيل کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.
دغه راز سږکال د ګوزڼ يوه پېښه د کندهار په بل ګاونډي هلمند، يوه په فراه او یو هم په نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي وې چې د نیمروز ګوزڼ وهلي ماشوم د شدید عصبي فلج له کبله خپل ژوند پکښې له لاسه ور کړی وو..
په جنوب کې روغتيايي مسئولین وايې چې د یادي حوزې په زیاتره سیمو کې د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د ماشومانو د بدن مقاومت کمزوری دی او دوی د پېښو د زیات والي له پلوه اندېښمن دي.
روغتیايي مسؤلین وايې چې د کرونا ویروس له کبله د عامي روغتیا وزارت د پریکړي له مخې په ټول هیواد کې د ۲ میاشتو لپاره د ګوزڼ ضد کمپاینونه دریدلي چي دا موده د رواني می میاشتي تر پای پوري بشپړه کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgqy9x7ak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته