دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 210865
چارواکي: زابل کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي
د زابل په شاه جوي ولسوالۍ کې سیمه‌ییز چارواکي د ۱۸ طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وویل چې د چهارشنبې په ورځ د شاه جوی ولسوالۍ د جعفر او قیوم کلا په سیمو کې هوایي ځواکونو طالبان په نښه کړل.
هغه زیاته کړه: "د وسله‌والو مخالفانو له لوري زموږ پر اکمالاتي کتار برید وشو چې د نظامي شورا د پرېکړې په اساس د ګډو ځواکونو او هوایي ځواکونو په ملتیا پر وسله‌والو بریدونه وشول چې ۱۸ تنه په‌کې ووژل شول."
ښاغلي امیري زیاته کړه چې له بده مرغه په دې نښته کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې په زابل کې حکومتي ځواکونو د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ ملکیان وژلي او ټپيان کړي دي.
د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې نښتې یو مخ کمې شوې دي او د اوربند پر مهال هم دواړو لورو حکومت او طالبانو ویلي و که مقابل لوری حمله وکړي دوی به ځوابي برید وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnim23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته