دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۷
د مطلب کود : 211595
عامې روغتیا وزارت: کرونا ویروس افغانستان له بحران سره مخ کړی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا ویروس دا مهال هېواد له روغتیایي بحران سره مخ کړي او خلک باید د دغه ویروس په مهارولو کې خپل ګټور رول ادا کړي.

په افغانستان کې تر نن یکشنبې پورې په کرونا د اخته شویو کسانو رسمي شمېر له ۲۰ زرو واوښت، خو اندېښنې دادي چې ممکن یوازې کابل ښار کې تر یو میلیون پورې کسان پر دغې ناروغۍ اخته وي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا ناروغۍ درملنه نه لري او له خلکو غواړي چې په خپلو تدبیرونو او روغتیایي سپارښتنو سره یې مخه ونیسي.
د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او د خلکو له همکارۍ پرته یې مخنیوی امکان نه لري.
 
وحیدالله مجروح
په همدې حال کې د اسلامي طبي ټولنې غړی او افغان جاپان روغتون کې ډاکټر محبوب الله شفیق وایي، روغتونونو کې د ناروغانو ځای نه کېږي.
نوموړي د ازادي راډیو روغتیا د ژوند شتمني پروګرام کې له خلکو هیله وکړه چې نور د کرونا ویروس په وړاندې بې پروا پاتې نه شي.
هغه زیاته کړه: "ناروغانو ته د روغتون دهلیز کې هم ځای نه پاته کېږي، مونږ وینو چې ناروغان خراب حالت کې راځي، خو مونږ ورته ځای نه لرو، دا د خلکو د بې احتیاطۍ نتیجه ده."
د یکشنبې په ورځ چې عامې روغتیا وزارت کومې شمېرې ورکړې، وې ښوده چې په ۲۴ ساعتونو کې د نژدې ۱۵ سوو مشکوکو کسانو له ډلې د ۷۹۱ هغو پایله مثبته راوتلې.
دا په دې معنی چې د مشکوکو کسانو له نیمایي ډېر هغه یې کرونا ویروس لري.
د کرونا رسمي پیښې که څه هم څه باندې شل زره ښودل شوي، خو غیر رسمي شمېرې یې بیا ټکان ورکونکې دي.
د شنبه په ورځ د کابل والي یعقوب حیدري وویل، د دوی شمېري ښيي چې یوازې همدې ښار کې شاوخوا یو میلیون کسان په کرونا اخته شوي دي.
د کابل والي ونه ویل چې دغه شمېرې یې له کومې لارې موندلي، خو څه چې ښکاره دي، هغه داده چې نژدې هر کور کې یو یا څو کسان د دغې ناروغۍ نښې نښانې لري.
کابل کې د افغان جاپان روغتون ډاکتر محبوب الله شفق وایي، دوی هم شواهدو ته په پام داسې ګومان کوي چې د کرونا غیر رسمي شمېر بیخي زیات دی.
هغه زیاتوي: "له بده مرغه واقعیت هم دی، دولت خو کابل کې د یو میلیون کسانو حدث وهي، خو مونږ وایو شمېر به له دې هم لوړ وي، ځکه مونږ ته دلته کسان مراجعه کوي او مونږ وینو چې څومره ډېر کسان دا اعراض او علایم لري."
عامې روغتیا وزارت سر له یکشنبې له کوره بهر د ماسکونو بندول هم اجباري کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د لاسونو په مینځلو او ټولنیز واټن دغه ویروس مهار کړي.
په دې اړه طرحه کې چې د دولت له خوا وړاندې شوې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې په غونډو، محفلونو او نورو راټولیدنو بندیز لګېدلی دی.
روغتیایي پوهان وایي، که خلک دغه سپارښتنې عملي نه کړي او د اوس په څېر بې پروا اوسي، د کرونا ویروس ګواښ به دومره جدي شي چې بیا به روغتیایي سیستم هم ورته ځواب ورکونکی نه وي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdci3zarwt1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته