بټي کوټ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسؤل له یو بل تن سره یو ځای ونیول شو.
د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر وايي:
«په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځآنګړو عملیاتو پر مهال د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسؤل ابراهیم چې مشهور په مصطفی دی، له یو بل تن انقلابي سره یو ځای نیولی دی .»
یادو مخالفینو سره دوه میله تفنګچې، یو میل کلاشینکوف او یو ۳۰۳ ډوله ټوپک هم نیول شوی او پخپلو ترهګریزو کړنو یې اعتراف هم کړی دی .