د بشري حقونو د خپلواک کمېسیوون مرستیال نعیم نظري په دې اړه وویل:«د افغان پوځيانو له لوري په غبرګون کې دا پېښه رامنځته شوې ده، افغان دولت په دې اړه باید هر اړخیزې او جدي څېړنې پيل کړي.»
یو شمېر هلمندیانو د دوشنبې په ورځ په سنګین ولسوالۍ کې خپله دودیزه میله جوړه کړې وه چې پرې برید وشو.
د مشرانو جرګې غړی حنیف حنفي وايي:«پرماشومانو رحم نه لري، زموږ پر خلکو رحم نه لري، زموږ پرښځو رحم نه لري، په داسې شرایطو کې، دوی د څه لپاره حکومت کوي؟ زه خو نه پوهېږم دا څه ډول حکومت دی.»
خو په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي، دغه هاوانونه د ملي اردو ځواکونو له لوري نه دي توغول شوي او دوی په دې برخه کې ځواب ورکولو ته چمتو دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي احمد احمدزی څرګندوي:«هغه پلاوی چې په دې برخه کې ګومارل شوی موږ هغه ته لبیک وایوو، موږ د دغې موضوع د وضاحت لپاره حاضر یوو چې هر چا ته ځواب ووایوو، موږ ملکي مرګ ژوبله په بشپړه توګه ردوو.»
په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اختر په ورځو کې له اور کم وروسته د تاوتریخوالي دوام او ډېرښت اندېښمنونکی بولي.
د دغې ټولنې په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړ شوی چې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو دوام د افغانانو تر منځ خبرو ته زیان رسولی شي.
یونما وايي چې د دوی لومړنۍ او بې پرې موندنې ښيي چې د ملي پوخ له لوري توغول شوي هاوانونه د سنګین په بازار کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.
یونما وايي چې د څو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د ملي پوځ ځواکونو د طالبانو د برید په ځواب کې، د هاوانونو پر توغولو لاس پورې کړی دی چې «موخې ته نه دي رسېدلي.»