کونړ والي وویل د سفر په ترڅ کې یې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس او د KPTl کمپنۍ له استازو سره د مناګي برېښنابند او انتقالي برېښنا د چارو پیل په اړه خبري کړي او د دوی کلک ډاډ یې ترلاسه کړی، چې ډیر ژربه دې ولایت تخنیکي پلاوی راولېږي.
همدا راز کونړ والي وویل چې د ښار جووړولو او ځمکو وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیرانو، د ملي امنیت شوار له مشاور دکتور حمدالله محب، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس شمیم خان کټوازي، په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالمتین بیک او یو شمېر نورو مهمو مشرانو سره یې ناستې کړي، چې د محلي حکومتولۍ پیاوړتیا، رغنیزو پروژو پلي کیدو، امنیت او ولسي ستونزو اوارۍ په برخه کې یې کلک ډاډ ترلاسه کړی او په عملي کیدو به یې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.
کونړ والي پلازمېنې ته یاد کاري سفر ګټور وباله او دې ولایت ته یې د مرکزي حکومت د پاملرنې راجلبولو په برخه کې د خپلو دوامدارو هڅو ژمنه وکړه.