دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 213841
د اسلامي همکاريو سازمان افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان وايي، افغانستان کې بايد ټولې خواوې ژر تر ژره د اوربند لپاره کار ورکړي.
په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې سازمان د مشر يوسف العثيمين له قوله راغلي، چې افغانان له ډېره وخته د سولې په انتظار دي او اوس د دې وخت دی چې ټول له لوري په يوه غږ سولې او اوربند ته کار وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په افغانستان کې وروستي تاوتريخوالي اندېښمن کړی. د خبرپاڼې په حواله په دغه تاوتريخوالي کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.
ښاغلي العثيمين له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې او پخلاينې لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.
په اعلاميه کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د جولای په ۱۱مه مکه مکرمه کې د علماوو نړيوال کنفرانس او د ۲۰۱۹ کال د مې په ۳۱مه مکه کې د دې سازمان ۱۴مې سرمشريزې ته اشاره شوې او ټينګار شوی چې د دې کنفرانسونو پرېکړې بايد عملي شي.
https://avapress.com/vdceex8wzjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته