دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 214109
افغان حکومت: خطرناک طالب بنديان نه خوشې کوو
وروسته له هغه چې طالبانو وويل، که د دوی له نوملړ سره سم بنديان خوشې نه شي نو ټول افغاني خبرې به پيل نه کړي. افغان حکومت ويلي هغه طالب بنديان به خوشې نه کړي چې لوی جنايي جرمونو او بريدونو کې ښکېل دي او خطرناک دي. د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل وايي، طالبانو د هغو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې جنايي جرمونو کې ښکېل دي.
دغه راز يو شمېر حکومتي سرچينو ويلي د طالبانو په دغه لېست کې داسې بنديان شامل دي چې قاتلان، غله او بهرني جګړه مار پکې دي.
خو طالبانو پر حکومت تور پوري کړی چې د دغو بندیانو پر وړاندې يې جعلي قضیې جوړې کړي دي.
افغان حکومت وايي تر اوسه یې له خپلو زندانونو د طالبانو ۳۹۹۵ بندیان راخوشې کړي دي او د طالبانو په وینا دوی تر اوسه له خپلو زندانونو ۶۵۱ بندیان راخوشې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdccx0qio2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته