دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 214193
ننګرهارمېشتي د مخابراتي شبکو پر فعالیت نیوکې کوي
د دغه ولايت په يو شمېر ولسوالیو کې مخابراتي شبکې هېڅ فعالیت نه لري او په ځينو نورو سيمو کې چې بیا فعالیت لري، دومره کمزورې دي چې امله یې خلک ورځني کارونه پر مناسب وخت نشي تر سره کولاي. د دوی په وینا، نه یوازې په لېرې پرتو ولسوالیو کې یې فعالیت په نشت حساب دی، بلکې په مرکز جلال اباد کې هم د اړیکي نیولو پر مهال له ستونزو سره مخ وي.

«ډېره کله چې موږ نورو ته زنګ وهو، نو د خبرو په منځ کې خبرې بندېږي، هېڅ مو پر دغو شبکو ارمان پوره نه شو. باید با کیفته خدمات وړاندې کړي چې موږ پرې خپلې اړتیاوې پوره کړای شو.»
ابرار د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وایي، ډېر کله د مخابراتي شبکو د کمزوري فعالیت له امله له خپلو خپلوانو سره د اړيکو په نيولو کې له ستونزو سره مخ وي. نوموړی له مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شبکو غوښتنه کوي چې په   ننګرهار کې دې د مخابراتي شبکو کميت او کيفيت ته ځانګړی پام وکړي.
«په نورو ولسوالیو کې هم مخابراتي شبکې کار نه کوي، خو په شېرزادو کې یې بېخي خونده نشته.
ډېره کله د خپلوانو له غم، ښادۍ هم نه خبرېږو.» په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وازرت د اترا مطبوعاتي مسول سعید شینواری وایي، د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې د جګړو له امله په کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه دریدلي و هڅې پیل کړي چې بیا یې فعاله کړي
«د ننګرهار په هغو سیمو کې چې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي او د جګړو له امله یې فعالیت درېدلی و، موږ بیرته د خصوصي شبکو له مسولینو سره خبره وکړې او انشاالله چې بیا به فعالیت پیل کړي.»
بل لور ته د ننګرهار د مخابراتو ریاست د اترا مسول حبیبي که څه هم په دغه ولایت کې تر یوه حده یادې ستونزې مني، خو له خلکو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د مخابراتي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.  «له خلکو غواړو په کومو سیمو کې چې مخابراتي شبکې کار نه کوي، له موږ سره دې خپلې غوښتنې شریکې کړي.
بیا یې موږ د یوې غوښتنې په ډول د مخابراتي شبکو له مسولینو سره شریک کوو.» افغان چارواکي د خپلو مهمو لاس ته راوړونو په برخه کې یوه هم د مخابراتي تکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کول او خلکو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د معالوماتو له مخې، د هېواد  شاوخوا ۹۰فیصده خلک یې له مخابراتي اسانتیاوو برخه‌من دي؛ خو دغو ستونزو ته په کتو څرګندېږي چې تر دې مهاله هم خلک د مخابراتي شبکو د بندښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcf1jd0mw6dyya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته