ډاکټر ټيډروهانوم تېره ورځ ويلي، ماسک بايد په جدي توګه وکارول شي، ټولنيز واټن مراعات شي او نورو اړوندو تدابيرو ته پاملرنه وشي.
نوموړي ټينګار کړی چې تر دې مهاله نړۍ کې نه د کرونا واکسين شته او نه هم درمل او ښايي هېڅکله هم نه وي، خو دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کرونا پر ضد واکسين د جوړېدو په وروستيو پړاوونو کې دي او د امريکا دولت خو ان د دې هېواد له يوه شرکت سره د ۵۰ مېليونه کسانو لپاره د واکسين تړون هم لاسليک کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)