دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۱
د مطلب کود : 216292
فیلکو( فیل غر)        
فیلکو چي د کندهار د ارغنداب په ولسوالۍ کي د لوی ملا د کور تر څنګ موقیعت لري نوموړی غر فیل ته ورته شکل لري، نو ځکه چي په همدې خاطر یې خلګ فیلکو بولي.
 په فیلکو کي د کندهار ښار لويه ویاله (ظاهر شاهي کانال) هم تیره سوې ده.
د فیلکو د اوبو یوه ځانګړې منظره هم لري چي د زیاتو ښاریانو پام یې ځان ته را اړولی دی
د یادولو وړ ده چي فیلکو پخوا یې ۷۰۰ کیلو واټه برېښنا هم درلوده خو بدبختانه چي اوس یې ماشینان یا هم غیري فعال او یا هم په مکمل ډول له مینځه تللي دي.
یادونه: په لاندي عکس کي یې کوچنی عکس د فیلکو اصلي شکل دی. که یې تاسو په اړه نور معلومات لرئ نو کمینټ کي یې راته ولیکئ.
https://avapress.com/vdchw-nii23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته