دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 216553
د افغانستان میوو حاصل موسم کې د پاکستان لارو تړل کېدل
کندهار ولایت کې بڼوال د انګورو حاصل رسېدو سره له پاکستان سره د سپین بولدک لارې تړل کېدو باندې نیوکې کوي او حکومت د ترانزیتي او سوداګریزو ستونزو هوارۍ کې په بې پروایې تورنوي.
په  داسې حال کې چې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ انګور د پخېدو په حال کې دي، خو له پاکستان سره لارې تړلې دي او کروندګر د انګورو وچولو ته اړ شوي دي.
یادې ولسوالۍ کې کروندګر، داوود شاه څرګندوي:«کله چې زموږ د میوو موسم رسیږي او دوی(پاکستان) خپلې دروازې تړي او دا زموږ کارو بار بندوي.»
بل کروندګر، حیات الله زیاتوي:«که د پولې لارې وتړل شي، زموږ میوو په لاره کې په موټرونو کې خرابیږي.»
ځینو بڼوالو ویلي دي چې اړ دي خپل د انګورو خاصلات وچ کړي او د زمینې برابرېدو په صورت کې یې ممیز صادر کړي.
دوی وايي چې سږ کال له لوی زیان سره مخامخ دي.
د پنجوايي یو بڼوال، هاشم څرګندوي:«مخکې مو یو من انګور شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ پلورل، خو اوس یې په ۱۵۰ افغانۍ پلورو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونو هم خبرداری ورکړی چې که د میوو صادراتو پروړاندې لاره خلاصه نشي، نو د کندهار بڼوال به میلیونونه افغانۍ زیان وکړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونو رییس، نصرالله زهیر بیانوي:«کله چې د سپین بولدک پېښه وشوه، پلاوی راغلی وو او موږ خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې څو دا ستونزې د پاکستان له حکومت سره هوارې کړي.»
د یادو خونو مسوولین وايي چې اندېښنې یې له مرکزي حکومت سره شرېکې کړې دي، خو تر اوسه یې په  تړاو کومه حل لاره نه ده لټول شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm-nix23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته